زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړیو د سویډ لومړی وزیر اولف کریسټرسن په یولړ څرګندونو کې ویلي دي، د نهم کلاس په پنځو کې یوه برخه زده کونکي په ناموسي شکنجو اوکړاؤ کې ژوند کوي.
هغه پخپل یوه تولینز چینل کې لیکلي دي، ځیني انجونې شته دي چې له هلکانو سره د لوبو کولو اجازت نه لری ، حتی د اوړي په ګرمو ورځو کې هم د لنډو لستوڼو قالی اچولو اجازت نه لری او دحجاب یا ستر رعایتولو ته مبجوره دي حتی که دوي ورڅخه کړیږي هم.
د سویډلومړی وزیر ددې خبرې په کولوسره چې په سویډ کې دغه شان ارزښتونه هیڅ ځای نه لري،ووئيل؛ د هغه حکومت په تیر اوړي کې د سفر ممنوعیّت پیاوړی ړڅو هغه ماشومان چې د وادونو لپاره له هیواده بهر ته دلیږلو له خطرې سره مخ دي ،وساتل شي. هغه وئیلي دي ، حکومت همداراز غواړي ، دناموسي قتلونو سزا نوره هم سخته کړي،کورنیز وادونه ممنوع او د مذهبی قالیو اچولو ته د نورو مجبورول هم جرم وګڼي..
دسویډ لومړی وزیر ټينګار کړیدی ، د سړیو او ښځو ترمینځ دبرابرۍ د موضوع په باب هیڅ بحث نشته او میرمنې آزادې دي څو هرډول چې وغواړي، ژوند وکړي.